IQNA

په الجزایر کې د قرآن د حفظ لپاره د ژمي له چټیانو څخه استفاده

13:58 - January 18, 2025
د خبر لمبر: 3490483
ایکنا -  د الجزایرر د اوقافو او دینی چارو یو شمیر ادارې د ژمي په چټیانو کې د قرآڼ د مدسو او د قرآن ددیدیزو مکتب خانو په پرانیستو سره د قراڼ د حفظ په لړ کې له دغو چټیانو څخه د زده کونکو د استفادې لپاره  هڅه کوي..

ایکنانیوز د المساء له قوله راپور راکوي،په الجزایر کې  د روزنې فعالې ټولنې او ادارې د ژمي په چټیانو کې د زده کونکو او ماشومانو  د ساعت تیري د وختونو د ډکولو لپاره  د مختلفو پروګرامونو په اجرا کولو هڅه کوي او ځینی کورنۍ  د ساعت تیري  دامکاناتو د  کمښت په دلیل ، د خپلو بجیانو د ساعت تیري د وخت دډکولو لپاره  له مشکل سره مخ دي.

په دې مینځومیانو کې  د الجزایر د البلیده  ولایت ددینی  چارو  اداره په مختلفو سیمو کې د زده کونکو د هرکلی لپاره  دق رآني مدرسو په پرانیستو سره  هڅه کوي، څو  لیوال  په دغو ژمنیو چټیانو شپو ورځو کې  د قرآن  دحفظ او زده کونې لپاره  ورڅخه  استفاده وکړي  او که مدرسې اوښونځي کافی نه وي ، نو  د لمانځه  له وخت ورآخوا  ساعتونو کې  جوماتونه هم  د قرآن دزده کړې لباره  استعمالوي.

 د البلده  داوقافو او دیني چارو د ا دارې مدیر  کملا بلعسل  المساء ته وئيلي دي ،  د ژمي له چټیانو سره په یووخت ،  د ماشومانو اوزلمیانو  د لازیات هرکلی لپاره  کوټلی پروګرامونه په نظر کې نیول شوي دي څو  دوي له قرآني مدرسو، مکتبخانو او  زوایو( د قرآڼ د زده کړې دودیزو مرکزونو) څخه  ګټه پورته کړي.

 هغه زیاته کړې ده،پر دې اساس،د قرآڼ ۶۹۷ مرکزونه ، ۹۲ مدرسې او ۶ زاوئې  به د قرآن دتلاؤت او حفظ  د یادونې لپاره  فعالې وې او د قرآن زده کول به د بچیانو د ملاتړ او  د دوی د دین  د چارو په یادونې کې ددوی له فارغو وختونو څخه  د استفادې لپاره  ترټولو بریالی پروګرام وي.

کمال بعلسل ټينګار کړی، تجروبې ښودلې ده چې د قرآن حافظان  بااخلاقه او بریالی زده کونکی دی او مونږ  د قرآن ټوله مدرسې  د ژمي په چټیانو کې د زده کونکو د استفادې لپاره پرینستې دي.

 هغه همداراز د زده کونکو پر سرپرستو هم غږ کړی څو په قرآنی مرکزونو کې دې د خپلو بچیانو د جذبولو لپاره مناسبه فضا برابره کړي.هغه په پاي کې یادونه کړې چې  له نورو ولایتونو څخه  هم د قرآن حافظان د قرائت د اجازت ناامو د اخستو لپاره د البلیده قرآنی مرکزونو ته مراجعه کولی شیاو دا موضوع د حافظانو د  توانمنیو د زیاتیدا سبب شوې او دوي سره مرسته کولی شي چې  د قرآڼ  دملی او نړیوالو سیالیو برلاسه او غوره کسان شي.

https://iqna.ir/fa/news/4258326

captcha